جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

هېڅکله مې ماته نه ده منلې؛ معلولیت محدودیت نه دی




 ١٥ لیندۍ ١٣٩٦

 

لیکي، زده کوي یې او مرسته کوي. شعار یې دی، چې «معلولیت محدودیت نه دی.»

د یوې ګران بیې خونې په یوه څنډه کې د برېل لیک له ماشین، کمپیوټر او کتابونو سره ناست دی او له کمپیوتره ګټه اخیستنه او د نابینایانو لوستلو له‌پاره د ځانګړي ماشین په اړه معلومات راکوي.

روح الله میرزایي نابینا دی. خو نابیناتوب یې د کار خنډ ونه شو ګرځېدلی؛ اوسمهال د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل دی او د محصلینو  فرهنګي او علمي ټولنې مشري هم کوي. ترڅنګ یې په یوې سیمه‌ییزې رادیو کې ویاندویي کوي.

ښاغلی میرزایي باوري دی، چې معلول د ټولنې پراوږو پېټی نه دی.

میرزایي د سوېډن کمېټې د معلولینو پیاوړي کولو پروژې په مرسته نابینا زده‌کونکیو ته د برېل لیک له‌پاره د لوست توکي چمتو کوي.  ښاغلی میرزایي تل هڅه کوي، چې د معلولینو ترمنځ د مطالعې فرهنګ دود او خپل نابینا ملګري عادت کړي، چې غږیز کتابونه واوري.

روح الله میرزایي د لومړي ځل له‌پاره له ځانګړو تارونو په ګټه اخیستنې پر برېل لیک معلولینو ته د افغانستان نقشه وکښله. 

په دې سره وستایل شو، چې په وینا یې دا نقشه اوس په یو مهم مرکز کې د معلولینو استفادې وړ ده.

ده وویل، اوس پر یو انځوریز کتاب کار کوي، چې معلولینو ته د ژوند یو لارښود وي.

زیاتوي، نابینایان کولای شي له دغه کتابه په ګټنې نورو معلولینو سره مرسته وکړي.

زیرک تیلیفونونو، فیسبوک او ډېرو پیغامونو ته ځواب ورکول؛ چې روح الله میرزایي څه ډول کاروي؛ ټول یې حیران کړي دي. هغه په یوې سیمه‌ییزې رادیو کې ویاند دی او خپل غږ د کول اېډېټ په وسله سموي.

د میرزایي همکار خسرو یقین وایي، حیرانوونکي ده، چې د لیدلو توان نه‌لري، خو خپلې برنامه اېډېټ کوي.

پر روح الله میرزایي، خپله کورنۍ ویاړي. د هغه د کورنۍ غړی علی جان وایي، چې میرزایي ورته د ژوند او مبارزې بېلګه دی.

دغه نابینا، په خپل ژوند کې ډېر پروګرامونه لري. پر دې خوشالیږي، چې معلولین په تېره نابینایان ځانونه کمزوري احساس نه کړي او په خپل ژوند کې یې ثابته کړې هم ده.

ښاغلی میرزایي، د خپل ژوند ټولې چارې خپله سمبالوي او په مزارشریف ښار کې یوازې ژوند کوي. هیله‌من دی، چې یوه ورځ به د ژوند شعار ته چې «معلولیت محدودیت نه دی» په افغاني ټولنه کې د عمل جامه ور واغوندي.