جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

له کندهاره سږکال څه باندې ۲۲ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي




 ١٥ لیندۍ ١٣٩٦

 

د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونه وایي، چې د تېرکال په پرتله سږکال له دې ولایت ته د انارو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا سلام‌وطندار ته وویل، د تېرکال په پرتله سږکال د کندهار د انارو صادرات ۳۵ سلنه زیات شوي دي.  

دی زیاتوي، له یوې خوا د انارو کیفیت ښه شوی او له بلې خوا دولت هم په دې برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.

عبدالباقي وویل، سږکال له کندهار څخه پاکستان، دوبۍ، هندوستان او امریکا ته ۲۲ زره او ۷۶۹ ټنه انار صادر شوي دي او له دې لارې یې ۴ میلیونه، ۶ لکه ۶۲ زره او ۷۳ ډالر ترلاسه شوي دي.

د ارغستان او پنجوايي ولسوالیو د انارو دوو بڼوالو عبدالکریم او خدای داد سلام‌وطندار ته وویل، چې سږکال د انارو حاصلات او صادرات دواړه ښه وو.

دوی په دې برخه کې له دولت ته د لا ډېرو هڅو غوښتنه کوي.

د کندهار د انارو بڼوال زیاتوي، که چېري د انارو ساتني سړې خونې او د جوسو تیارولو فابریکه جوړه شي؛ له یوې خوابه يې انار ژر نه خرابیږي او له بلي خوا به کمزوري انار د جوس په بڼه بازار ته وړاندي کوي، چي د وزګارتیا کچه به هم ورسره راټیټه شي.