جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

پر سیمې او نړۍ د کابل ـ تاشکند نږدې اړیکو مثبت اغېز




 ١٦ لیندۍ ١٣٩٦

ګلزار لیکوال  

اوزبیکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستي سفر سره داسې ښکاري، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شوی دی.

د دغه سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو چارواکیو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو  نږدې ۲۰ تړونونه لاسلیک شوي دي، چې د اړیکو پراختیا او ژورتیا ښکارندوی دي. د کابل‌ ـ تاشکند ترمنځ دغه تړونونه د سوداګرۍ، کرنې، روغتیا، ګمرکونو، اقتصادي همکاریو، ترانزیټ، لوړو زده‌کړو د افغانستان شمال ته له اوزبیکستانه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي لېږد، د مزار شریف او هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ جوړول، د ګډې پولې د امنیت ټینګښت او نورو برخو کې لاسلیک شوي دي. 

 د کابل ـ تاشکند ترمنځ همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو بلکې د سیمې له‌پاره هم خورا ارزښت لري. د افغانستان د شمال ولایتونو یوه برخه اوسېدونکي اوزبیک توکمه دي، چې دا په خپله د دواړو هېوادونو په نږدې کېدو کې غوره لامل ګڼل کېدی شي.

دغه ډول، اوزبیکستان د کرنې، صنعت، کاني زېرمو، انرژي تولید او د ترانزیټ لوړ ظرفیت له پلوه خورا مهم دی. په دې معنا چې اوزبیکستان د پنبې ستر صادروونکی هېواد دی، د سروزرو غني کاني زېرمې لري او د انرژي تولید له‌پاره د لوړ ظرفیت درلودونکی هېواد هم دی. دغو ټکو ته په کتو افغانستان له یاد هېواد سره د ښو اړیکو درلودلو ته اړتیا لري؛ خو په مقابل کې افغانستان هم د سیمې او نړۍ بازارونو ته د اوزبیکستان انرژۍ او نورو تولیداتو د رسولو مهمه لار ګڼل کېږي.

د پخواني شوروي له ړنګېدو او د اوزبیکستان له خپلواکۍ وروسته په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه سترو کمپنیو په دغه هېواد کې د پانګونې هڅې پیل کړې. د اوزبیکستان پخواني ولسمشر اسلام کریموف له لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو سره پراخو اړیکو ته زیات لېواله و او په لومړیو کې یې په دې برخه کې څه نا څه پرمختګ هم وکړ. هغه غوښتل لوېدیځ ته په نږدې کېدو ورو، ورو خپل هېواد د روسیې له اغېزو ازاد کړي. د همدې هڅو په لړ کې اوزبیک چارواکیو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو ادارې پر ضد د امریکا پوځي عملیاتو سره مرسته او اجازه یې ورکړه، چې امریکايي هوایي ځواکونه د هغه هېواد له پوځي اډو ګټنه وکړي. خو له یوې مودې راوروسته کریموف بېرته روسیې ته مخ واړولو او له لوېدیځ سره یې اړیکې سړې شوې. دغه راز، لوېدیځ په ځانګړې توګه متحده ایالات هم په ټوله کې منځنۍ اسیا په ځانګړې توګه اوزبیکستان سره د اړیکو له خپلې پخوانۍ اشتیا پاتې او دغه هېواد ته یې کلنۍ مرستې ورو ورو کمې کړې. د اسلام کریموف له مړینې شاوخوا یو کال وروسته داسې ښکاري، چې د شوکت میرضیایف په مشري اوزبیک چارواکي له پخوانیو کړنلارو واټن نیسي او په لومړي سر کې غواړي په سیمه‌ییزو تعاملاتو کې فعال ګډون وکړي. اوزبیک نویو چارواکیو درک کړې؛ له همکارۍ او تعامل پرته د زمانې له کاروانه وروسته پاتې کېږي نو ځکه هڅه کوي ځان د وخت له غوښتنو سره برابر کړي.

د اوزبیکستان او افغانستان له‌پاره د همکارۍ بله اړتیا داده، چې دواړه هېوادونه د ترهګري له ګواښ سره مخ دي خو په دغه توپیر چې افغانستان دا مهال د ترهګرو ډلو پرضد د جګړې ډګر ګرځېدلی او په اوزبیکستان کې دغو ډولو عملا نښته نه ده کړې؛ خو دا په دې معنا نه دی چې اوزبیکستان خوندي دی، دا ځکه ترهګرې ډلې په اوزبیکستان کې پر دوو پښو ناستې دي چې د شرایطو په برابرېدو دغه هېواد کې اور بل کړي؛ ځکه خو  کابل ـ تاشکند یو بل ته د نږدې کېدو اړتیا احساسوي. که یو ځل په اوزبیکستان کې د جګړې اور بل شي د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو سره نه کنترولېدونکیو پولو او پراخو توکمیزو، ژبنیو، کلتوري او ټولنیزو اړیکو ته په کتو به هرڅه له قابو ووځي؛ ځکه خو اوزبیک چارواکیو درک کړې چې له همکاري پرته د دغه حالت کنترول ورته ناشونی وي.

 د اوزبیکستان او افغانستان همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو بلکې پرسیمهییزو او ان نړیوالو اړیکو مثبت اغېز کولی شي. په دې مانا چې له سویلي اسیا،منځنۍ اسیا په تېره د منځنۍ اسیا زړه (اوزبیکستان) ته ډېره لنډه لار د افغانستان له خاورې تېرېږي چې دا د ښو اړیکو لهپاره غوره ټکی دی. دغه راز، اوس اوزبیکستان که غواړي یا نه غواړي د نړۍ یو له ستر اقتصادي، سیاسي او پوځي پلوه ځواکمن هېواد (روسیې) سره پراخې اړیکې لري چې په لنډه یا هم اوږده موده کې ځان نه شي ترې خلاصولی او اړ دی، چې ګوزاره ورسره وکړي، خبره یې واوري او ګټې یې په پام کې ونیسي په تېره چې روسیه منځنۍ اسیا ورسره اوزبیکستان د خپل اغېز سیمه بولي. له بله پلوه افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې کله هم له نړیوالې ټولنې په تېره امریکا سره دومره  پراخې اړېکې نه درلودې لکه اوس یې چې لري. افغانستان له متحده ایالاتو سره ډېرې نږدې اړېکې لري. امریکا، له افغانستان سره هرکال په پوځي او نورو برخو کې میلیاردونه ډالر مرسته کوي داښیي، چې افغانستان امریکا ته ډېر ارزښت لري؛ اخوا له روسیې سره د اوزبیکستان ژورو اړیکو ته په کتو شونې ده، چې د افغانستان او اوزبیکستان نږدېوالی ان د امریکا او روسیې له نږدې کېدو سره مرسته وکړي.