جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

«کابل امبولانس» له ترافیکي ګڼې ګوڼې کړېږي




 ١٦ لیندۍ ١٣٩٦

ریحانه فرهمند خبریاله  

په وړکتوب کې زیاتره وخت د امبولانس الارم غږ په اورېدو هېښنده کېدو؛ د اور وژنې او امبولانس موټرو غږونه مو تشخیصولی نه شول. کلونه کېږي، ماشومتوب مې هېر کړی دی؛ کله چې د پلازمېنې روغتونونو ته ورغلم او د «کابل امبولانس» چوپړتیاوو په اړه مې راپور برابرولو د امبولانس الارم غږ راته ماشومتوب رایاد کړ. یوازې په دومره توپیر چې اوسمهال امبولانسونه د ناروغانو پرځای زیاتره مهال د چاودنو او ځانمرګو بریدونو ټپيان او قربانيان روغتونونو ته لېږدوي.

د کابل په لوېدیځ کې استقلال روغتون ته ورغلو او هلته مو د مېرمنو زېږون برخې لیدنه وکړه. د روغتون په انګړ کې ډلې ډلې پایوازان موجود وو او یوې خوا ته یوې اندېښمنې مېرمنې تازه راغلي امبولانس کې سترګې نیولې وې او د خپل ټکري پېڅکه یې خولې ته او په بل لاس کې یې بکسه په لاس وه؛ خواته یې ورغلو.

حبیبه وايي، چې خور یې مور کېږي او له دوو ساعتونو راهیسې د روغتون په انګړ کې ورته په تمه ده. حبیبې خپله خور د امبولانس په مرسته روغتون ته راوړې او د «کابل امبولانس» له چوپړتیاوو خوښه ده؛ خو وايي، چې د ښار په سړکونو او واټونو کې که هرڅومره امبولانس خپله هڅه وکړي، لارو بندښت او ناقانونیو له‌کبله ناروغ په خپل وخت روغتون ته روسولی نه شي.

د «کابل امبولانس» چوپړتیاوو په اړه مو د پلازمېنې یو بل استوګن عنایت الله ابراهیمي هم پوښتلی دی. نوموړی د یوې ترخې پېښې کیسه کوي، چې ورور یې په کې ټپي شوی و. عنایت الله وویل، د پلازمېنې سړکونو او واټونو بندښت له‌کبله امبولانس ناوخته کړه؛ په رارسېدو یې وخت له وخته تېر و.

عنایت الله سوړ حوصلی وویست! ورور مې په امبولانس کې ومړ او تر روغتونه ونه رسېد. دی د «کابل امبولانس» له کارکړنو خوښ دی او وايي، چې د امبولانس کارمندانو د ورور ژوند ژغورنې له‌پاره یې خپل ټول وس وکړ؛ خو پوره یې وه.

عنایت الله له ښاریانو او د موټر چلولو ضعیف کلتور څخه ګیله‌من دی. د ده، په خبره خلک د امبولانس الارم ته اعتنا نه کوي او په ځینو برخو د امبولانسونو تګ لوري بندوي.

له دې وروسته ابن سینا روغتون ته ولاړو. یو سړي خپله مور له امبولانس نه راکوزه کړه او د روغتون بېړني واټ ته یې ننویستله، له څوو دقیقو وروسته د روغتون انګړ ته راښکته شو. دی حبیب الکوزی نومیږي. وايي، چې د «کابل امبولانس» له چوپړتیاوو خوښ دی. زیاتوي د دغو امبولانسونو شمېر دې زیات شي؛ په وینا یې د پلازمېنې نفوس ته دا شمېر بسندوی نه دی.

مېرمن زهرا چې لور یې په پخلنځي کې سوځېدلې وه د امبولانس په مرسته یې کم وخت کې روغتون ته وروړې وه. دا وايي، چې د امبولانس کارکوونکیو او د بېړني واټ ډاکټرانو یې د لور په ژغورنه کې مسلکي عمل وکړ.

د «کابل امبولانس» یو چلوونکی حاجي جمیل د ښار له ګڼې ګوڼې شکایت لري او وايي، چې د شخصي موټرو ځینې چلوونکي اصلا د امبولانسونو الارم غږ ته توجه نه کوي.

د «کابل امبولانس» رییس عالم عاصم هم وايي، چې کم سوري واټونه او سړکونه، د موټرو زیاتوالی او دولتي چارواکیو تګ را تګ د امبولانسونو تګ لوري خنډ او ځنډ لامل شوي دي.

عاصم وایي، امبولانسونه په اکسیجن، د فشار معلومولو په وسایلو، د ناروغ لېږد تذکیرې، ډاکټر، د زړه حملې تشخیص په ځانګړې وسیلې، د کسر تشخیص وسیلې او په نورو اړینو وسایلو سمبال دي.

د «کابل امبولانس» رییس په وینا، د کابل ټول اوسېدونکي کولی شي د اړتیا پرمهال ۱۰۲ شمېرې سره اړیکه ونیسي او دا خدمتونه وړیا دي. ښاغلی عاصم وايي، ځینې ځوانان له دې شمېرې سره اړیکه نیسي او مزاحمت کوي؛ چې دا چاره د نورو هېوادوالو وخت ضایع کوي.

د «کابل امبولانس» رییس وايي، دمګړۍ دغه بنسټ ۱۶ امبولانسونه او ۱۳۰ کاري پرسونل لري. دی زېری ورکوي، چې راتلونکی کال به د امبولانسونو شمېر ۲۰ ته ورسوي.

د عامې روغتیا وزارت معالجوي طب رییس محب الله زیر، چې د «کابل امبولانس» ډلګۍ یې تر لاس لاندې ده؛ سلام وطندار ته وویل، وزارت په پام کې لري، د «کابل امبولانس» له بېلګې په ګټنې د ولایتونو له‌پاره هم دغه ډول سیستم فعاله کړي.

ښاغلی زیر وایي، څه وخت مخکې په ننګرهار او پروان ولایتونو کې هم د امبولانس چوپړتیاوې فعالې شوي او د «هرات امبولانس» خدمتونه په لوړه کچه دي.

د «کابل امبولانس» چوپړتیاوې د یوې ښې ګړنلارې ښکارندويي کوي. دغه ریاست ښیي، چې تشکیلاتي، جوړښتي کارونه او دغه راز، د دولتي او غیردولتي کارکونکیو دند‌مینه کولی شي په سختو شرایطو کې وطنوالو ته له ټولو غوره اسانتیاوې او خدمتونه وړاندې کړي.