شنبه / ١٣٩٦ / مرغومی - ٣٠ / ٢٠١٨ کال / جنوری - ٢٠

د افغان هوايي ځواک ۷ نوې الوتکې




 ١١ مرغومی ١٣٩٦

ګلزار لیکوال  

هوايي ځواک «ای، اسي ۲۰۸ اس» ډوله الوتکې عملاً کاروي

د امریکا پوځ اعلان کړی چې افغان پوځ ته ۷ ترانسپورتي الوتکي رانیسي. نوې ژمنه شوې الوتکې «ای سی ۲۰۸ اس» ډوله دي چې پخوا هم افغان هوایي ځواک ته ورکړل شوي او عملا ترې کار اخیستل کېږي خو دا نوې ۷ هغه الوتکې به تر پخوانیو په خورا عصري سیستم سمبال وي.

تردې مخکې ویل شوي وو چې په څوو راتلونکیو کلونو کې به امریکا ۱۶۵ بلک هاک چورلکې افغانستان ته ورکړي.

د ریپوټونو له‌مخې امریکایي چارواکیو د دې الوتکو له جوړونکې کمپنۍ سره د هغو پېرودلو تړون لاسلیک کړی دی او دغه الوتکې به د هغو د سیستمونو له معاینې او چک وروسته افغان پوځ ته وسپارل شي.

داسې ښکاري چې د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړنلاره پړاو په پړاو د پلي کېدو په حال کې ده.  

ویل شوي له دې ترانسپورتي الوتکو به له جګړه ییزو سیمو د ټپي او وژل شویو سرتېرو په لېږد او پوځي ترانسپورټ کې کار واخیستل شي.

د پلان له‌مخې، به په راتوکونکیو ۴ کلونو کې د افغان هوایي پوځ ۴۰۰ چورلکې او الوتکې ولري.

دا نوې «ای، سي ۲۰۸ اس» الوتکې تر پخوانیو هغو په عصري سیستم سمبال دی

رسنیو کې د خپرو شویو ریپوټونو له‌مخې، له دې مخکې امریکايي پوځ افغان هوايي ځواک ته ۱۶ سي ۲۷ ډوله الوتکې ورکړې وې؛ له دې امله یې ونه کارولې، چې له ځایه زړې وې او له کاره ولېدلې وې؛ افغانستان ته د دغو الوتکو د مرستې پر پروژې شپږ سوه میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.

افغانستان د مجاهدینو په لاس د ډاکتر نجیب الله د رژیم له ړنګولو مخکې د لس ګونو «سو ۲۲» «میک ۲۱ بیس» جنګي الوتکو سربېره شاوخوا ۱۵۰ ترانسپورتي الوتکې او چورلکې درلودې. په دې ترانسپورتي الوتکو کې «ان ۲۶ » «ان ۳۲» او «ان ۱۲» او په چورلکو کې«مې ۸» او«مې ۱۷» شامل وې خو ځینې بیا وایي چې «مې ۱۷» په افغانستان کې نه وې بلکې دا هم هماغه یو څه پرمختللې«مې ۸» چورلکې وې. هرڅه چې وې، وې به ، خو هماغو ترانسپورتي الوتکو او چورلکو د هغه وخت وسله وال پوځ اړوندانو په لېږد او له البسې تر مهماتو ان ځینو وختونو کې د اعاشې اکمالات هم کول.

هغه مهال الوتکو او چورلکو د وسله‌وال پوځ ډېرو لرې پرتو قطعو او جزوتامونو ته پر وخت، له ځنډ پرته او په بشپړه توګه د اکمالاتو ظرفیت درلود.  

راتلونکیو ۴ کلونو پورې افغان هوايي ځواک  ته ۱۶۵ بلاک هاک څرخکې اخیستل کېږي

خو داسې ښکاري چې لاهم اوسنۍ ترانسپورتي الوتکې او چورلکې له کمي او کیفي پلوه هغې کچې ته نه دي رسېدلي نو ځکه خو اړینه ده چې باید د افغانستان نړیوال ملاتړي پرمختللې الوتکې او چورلکې افغان هوایي ځواک ته ورکړي. په دې ځای کې یوه ستونزه د پیلوټانو او انجنیري عملې ده چې له بده مرغه په لنډ وخت کې یې روزل او چمتو کول ستونزمن کار دی دا ځکه چې که په ډېره بېړه هم وي د یو پیلوټ روزل لږ تر لږه درې کاله وخت ته اړتیا لري همدغه راز، تخنیکي عمله هم.

په پخوا کې به پخواني شوروي اتحاد کې پیلوټان او انجنیران روزل کېدل او هم په کابل کې هوایي او هوایي مدافع پوهنتون  د رادار، دافع هوا، مخابرې، لوژستیک او نقلیې صنفونو ترڅنګ هر کال زیات شمېر پیلوټان، کشافان او د الوتکو تخنیکران روزل. د پیلوټانو له‌پاره په مزارشریف کې تعلیمي مرکز و چې د الوتکو او چورلکو محصلینو ته یې عملي زده کړې ورکولې. خو دا چاره د اوږدو کلونو تجربې او روزل شویو مسلکي کسانو پرمټ مخته وړل کېده.

سوپر توکانو د هوايي ځواک نیمه جېټ الوتکې په رهبري شویو راکېټونو سمبال دي

په اوس وخت کې یوه ستونزه دا هم ده چې د پیلوټۍ زده‌کړو له‌پاره د امریکا متحده ایالاتو ته لېږل شوي ټول نه خو ځینې یې نه غواړې بېرته هېواد ته راستانه شي چې دغه حالت د هوایي ځواک پر پیاوړتیا ناوړه اغېز کولی شي. اړینه ده چې په دې اړه فکر وشي. وړاندیز دا دی چې یا خو پیلوټان د اوس له‌پاره د امریکا پرځای هغو هېوادو ته ولېږل شي چې له امریکایي تخنیکه کار اخلي او په هغه کې محصل د پاتې کېدو له‌پاره زړه ښه نه کړي. پر امریکایي سلاکارانو په ۲۰۱۰ کال کې د کابل په پوځي هوایي ډګر کې د احمدګل نومي پيلوټ له برید وروسته چې ۹ امریکایي سلاکاران په کې ووژل شول، امریکایانو ته به ستونزمنه وي چې د افغانستان دننه د هوایي محصلینو روزنې ته زړه ښه کړي خو ښایي د ځینو اسلامي هېوادونو متخصصین چې له امریکایي الوتکو کار اخلي لکه مصر یا کوم بل اسلامي هېواد ښایي دغه کار ته زړه ښه کړي چې باید فکر پرې وشي. بله دا چې د ځوانو کادرونو روزنې ترڅنګ اړینه ده چې له پخوانیو کادرونو هم کار واخیستل شي که ځینې یې د قانون له مخې تقاعد هم کوي خو له فزیکي پلوه تکړه او د کار توان لري باید د اجیر په توګه بېرته وګومارل شي چې دا هم یوه حل لاره کېدی شي، تر هغه وخته چې نوي کادرونه روزل کېږي.

د افغانستان هوايي ځواک اې سي ۱۳۰ ډوله ترانسپورټي الوتکه

د هوایي ترانسپورت اړتیا

په اوسني وخت کې د جګړې له‌پاره اکمالات او  پر وخت،  له ځنډ پرته د جګړې له لیکو روغتونونو ته د ټپیانو او کورنیو ته د شهیدانو رسول خورا اړین دي. دا ځکه چې رغتون ته د ټپي رسول د هغه ژوند ژغوري او کورنۍ ته د شهید رسول خورا زیات اړین دي ځکه چې دغه کار پر نورو ځواکونو او د هغوی پر کورنیو اغېز لري. کله چې یو شهید د اوږدې مودې له‌پاره د جګړې په سیمه کې پاتې کېږي په دې سره نور سرتېري او افسران ناهیلي او جګړې ته زړه نه ښه کوي.

ډېر ځله ځینو کسانو شکایت کړی د کورنۍ غړي یې چې په وسله‌وال پوځ کې دنده درلوده او په عملیاتو کې یې ژوند بایللی له ډېر ځنډ وروسته ورته سپارل شوي. دغه راز، داسې ریپوټونه هم خپاره شوي چې ځینو لېرې سیمو کې پرتو پوځي ټولګیو او پوستو ته پر وخت اکمالات نه دي شوي چې کله خو یې ناوړه پایلې هم درلودې. داسې ریپوټونه هم خپاره شوي چې د وسله‌وال پوځ له چورلکو د شخصي ګتو له‌پاره کار اخیستل شوی سوداګریز توکي او ان ډېر بې ارزښته توکي او ان څاروي په کې لېږدول شوي دي چې دا په خپله له یوې خوا وسله‌وال پوځ او په ټوله کې دولت ته مالي زیان رسوي خو ترټولو مهمه یې دا چې چورلکې باید د وسله‌وال پوځ اړوندانو په چوپړ کې وي نه د شخصي ګټو له‌پاره.   

که له دې تېر شو بېرته خپل مطلب ته راوګرځو افغان وسله وال پوځ دا وخت پرمختللیو او ډاډمنو ترانسپورتي الوتکو او چورلکو ته اړتیا لري او باید د کمیت او کیفیت له پلوه افغان هوایي ځواک هغې کچې ته ورسېږي چې نه خو نور ټپي او شهید د جګړې په لیکه کې پاتې او نه هم له کومه ځایه د خوراکي توکو او مهماتو د کمي غږ پورته شي.

د جګړې پرمهال ام  دي ۳۵ څرخکې د ولسي تلفانو کچې په راکمولو کې اغېزمنې ثابتې شوي