يک‌شنبه / ١٣٩٦ / سلواغه - ١ / ٢٠١٨ کال / جنوری - ٢١

بدی له بدو نه اوړي ...




 ١٣ مرغومی ١٣٩٦

ګلزار لیکوال  

پاکستان پر امریکايي مشرانو د ساده‌ګانو کومان کړی

دغه مطلب په دې پوښتنه پیلوو چې امریکا به دا ځل پاکستان لارې ته راولي؟ دغه ټکي ته په کتو چې: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوي کال پر خپل لومړني ټوېټ کې پاکستان ته د دې له‌پاره کلک غاښونه چیچلي چې په وینا یې امريکا ته يې دروغ ويلي او دغه هېواد (امریکا) یې په داسې حال کې تېر ايستلى چې په وروستيو کلونو کې یې ميلياردونه ډالر مرسته ترې ترلاسه کړې.

ښاغلي ټرمپ پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي " امريکا په تېرو ١٥کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان سره څه د پاسه ٣٣ ميليارده ډالر مرسته کړې، خو پاکستان له دروغو او غولونې پرته امریکا ته هېڅ نه دي ورکړي  او پر امریکایي مشرانو يې د ساده گانو گومان کړى.

دی وړاندې لیکي دوى (پاکستان) هغو ترهگرو ته خوندي ځايونه ورکړي چې موږ (امریکا) يې افغانستان کې لټوو. پاکستان له امریکا سره  په دې برخه کې ډېره کمه مرسته کړې او دغه حالت نور دوام نه شي کولاى".

دغه راز د ولسمشر ټرمپ ادارې پر پاکستان ۲۵۰ میلیونه ډالره هغه مرسته چې ټاکل شوې وه د اګست په میاشت کې ورکړې هم پرې وځنډوله.

مایک پېنس افغانستان ته په سفر کې ویلي و پاکستان به ترهګرو ته د پنا ځایونو ورکړې له‌کبله جدي زیان وویني

ورته څرګندونې څو ورځې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم افغانستان ته په خپل سفر کې کړې وې، ښاغلي پنس امریکایي سرتېرو ته ویلي و  چې پاکستان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو  ته امن پټن ځایونه ورکړي دي. مایک پنس پر همدغه دلیل پرپاکستان کلکې نیوکې کړې وې.  

تردې مخکې د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون د هغه هېواد ګانګرس ته د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې ستراتېژي له اعلان وروسته، په خپل لومړني ریپوټ کې ویلي و چې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته د وېره اچوونکیو پنا ځایونه د سیمې امنیت او ټیکاو ګواښوي.

پنتاګون په دغه ریپوټ کې کانګرس ته لیکلي و چې افغانستان له هغو یاغیانو سره ښکېل دی چې له بهره پیاوړي او تنظیمېږي.

په ریپوټ کې راغلي وو چې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته القاعده، د حقاني شبکه، لښکرطیبه، تحریک طالبان پاکستان، داعش او د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ پنا ځایونه لري او د دغو ډلو فعالیت د سیمې ټیکاوو ګواښي.

تر دې لږ مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلر سن ویلي و چې که پاکستان د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس وانه خلي امریکا به  له دغه هېواد سره اړیکې وشلوي.

پاکستانی پوځ د لښکر طیبه ترهګرې ډلې مشر حافظ سعید په هرکلي کې 

دا ډول څرګندونې پخوا هم امریکایي چارواکیو کړې وې او پاکستان هم څه ناڅه له دغه ډول څرګندونو سره عادت کړی و دا ځکه چې له ورته ګواښونو سره سره بیا هم د امریکا او پاکستان یارانې دوام کړی او څرنګه چې ولسمشر ترمپ ویلي امریکا پاکستان سره د څه د پاسه ۳۳ میلیارده ډالرو  مرسته کړې وه.

خو له دې ټولو سره سره بیا هم پاکستان د امریکا پرضد د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړی او سرخوږی یې ورته جوړ کړی، پوښتنه داده چې پاکستان ولې د امریکا پرضد دی ؟ په دې کې شک نه شته چې پاکستان له امریکا سره دوښمني نه لري بلکې پاکستان داسې موخې لري چې د امریکا له اوسنیو موخو او ګټو سره په ټکر کې دي. په دې مانا چې امریکا په افغانستان کې د ترهګري پرضد د مبارزې هوډ لري او وېره یې داده چې که یو ځل بیا افغانستان کې ترهګر ځاله وکړي ښایي بیا پر امریکا ګوزار وکړي خو پاکستان بیا ترهګر او ترهګري په سیمه او افغانستان کې د خپلو ستراتېژیکو موخه له پاره کاروي. د پاکستان پوځ بنسټ پالي چې د ترهګري عاملین دي خپل ښی مټ ګڼي.   پاکستان چې د بهرني سیاست قیضه یې د پوځ په لاس کې ده داسې ګڼي چې امریکا دوی ته اړ ده نو ځکه خو ترهغو خپلې بدمعاشي ته دوام ورکوي چې د دوی په اند امریکا یې غوښتنې ومني. منطق خو حکم کوي چې کله هم کمزوری پر زورور خپلې غوښتنې نه شي منلی خو ځیني کمزوري بیا چلول او د زورور له کمزوریو او مجبوریتونو ګټه اخلي نو ځکه خو تر اوسه پاکستانیانو هم په ټګي او برګي د امریکا له ځینو مجبوریتونو ګټنه کړې.

د ملااختر منصور مخالفان د نوي رهبر ټاکلو له‌پاره پاکستان کې راټول شوي وو

امریکا خپلو ځواکونو ته د پاکستان له لارې اکمالات کوي او بله لار هم نه شته دا ځکه چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی، د ایران له لارې دا چاره ناشونې ده د منځنۍ اسیا له لارې تر یو بریده ښایي روسان مزاحمت وکړي او بله دا چې هغه لار امریکا ته ګرانه تمامېږي،  پاکستان پردې پوهېږي چې امریکا ورته اړتیا لري نوځکه خو چنې ورسره وهي. یو وخت د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته په سلالې سیمه کې د امریکایي الوتکې په برید کې یوشمېر پاکستاني پوځیان وژل شوي وو چې پاکستان یې په ټس کې پر امریکایي ځواکونو خپلې لارې بندې کړي چې په پایله کې یې امریکایان اړ شول له پاکستانه بښنه وغواړي. ځینې دا هم وایي چې پر پاکستان امریکا ځکه زیات فشار نه راوړي چې دغه هېواد زیامنونکی دی که یو ځل څپ څپانده شو نو بیا یې راټول ناشوني دي، دغو او ښاي ځینو نورو ټکو ته په کتو امریکا نه غواړي پر پاکستان زیات زور راوړي او پاکستان د امریکا پر دې ارزونه پوهېږي نو ځکه خو د پشکې او موږک لوبه ورسره کوي.

داسې ښکاري چې له اوتو بوتو سره سره دواړه لوري خبره بېخي نه ورانوي خو یو څه چې اوس نوي ښکاري هغه دا چې امریکا د پخوا په پرتله اوس یو څه جدي برېښي نو ځکه خو به پاکستان تر یو بریده تکتیکي پر شاتګ وکړي او د امریکا د غصې کمولو له پاره ښایي یوه موده د ترهګرو پړی ټینګ کړي او څه ناڅه یې قیضه کش کړي خو په ټوله کې له خپلې موخې کله هم نه پرشا کېږي او هغه چې وایي «بدی له بدو نه اوړي که دی سور له پوسته واوړي.»

امریکايي چارواکي: په پاکستان کې ترهګر امن پټن ځایونه لري

د افغان چارواکیو له‌پاره ښایي دا ښه چانس وي چې ګټنه وکړي او د امنیت ټینګښت له‌پاره کوټلي ګامونه واخلي، داسې حالت ته ځان ورسوي چې افغان امنیتي ځواکونه زیانمنونکې سیمې ټینګې او په راتلونکې کې د هر ډول ترهګریزو خوځښتونو مخنیوي توان او وړتیا ولري.