شنبه / ١٣٩٦ / مرغومی - ٣٠ / ٢٠١٨ کال / جنوری - ٢٠

ځېنې داوطلبان: د کانکور ازموینې د نېټې بدلون مو وخت ضایع کوي




 ١٦ مرغومی ١٣٩٦

 

د کانکور ازموینې یو شمېر داوطلبان د دې ازموینې د وخت بدلون په اړه شکایت کوي.

د سړو سیمو د کانکور ازموینې داوطلبان وايي چې پخوا زده‌کوونکیو له دولسم ټولګي فراغت وروسته د ژمي په پیل کې د کانکور ازموینې ورکولې او د نوي کال له پیل سره پوهنتون ته تلل؛ خو له یو کال راهیسې چې د کانکور ازموینې بهیر بدل شوی؛ دوی د دوبي له پیله د پوهنتون پیلیېدلو ته په تمه وي.

خالده چې له ښوونځي فارغه شوې او اوس د کانکور ازموینې ته چمتووالی نیسي؛ وايي هر بدلون چې اسانتیا رامنځته کړي ښه دی؛ خو نه دا چې وخت يې ضایع کړي.

د کانکور ازموینې یو بل داوطلب فاضل واحدي وايي چې د کانکور ازموینې نېټې بدلون نه یوازې د بې‌پایلې داوطلبانو وخت ضایع کوي، بلکې په‌دې سره د بریاليو هغو وخت هم ضایع کېږي.

دوی د لوړو زده‌کړو وزارت له چارواکیو هیله لري چې د دوی ستونزو او هیلو ته پام وکړي.

خو د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي وایي چې دوی د دغه وزارت او زده‌کوونکیو ټولو ستونزو ته په کتو سره تېرکال دغه بدلون راوستی و.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاندې عارفې پیکار سلام وطندارته وویل چې د ۱۳۹۶ کال کانکور ازموینه په کب میاشت کې پیل شوې وه او د راتلونکي کال تر مرغومي پورې دوام یې دوام وکړ.

سره له‌دې چې د لوړو زده‌کړو وزارت تل په کانکور ازموینه کې د روڼتیا خبر ورکوي؛ خو له وروستیو دوو کلونو پرته په تېرو کلونو کې د کانکور ازموینې پروسه د روڼیتا د نه‌شتوالي له امله به له نیوکو سره مخ شوې‌وې.