يک‌شنبه / ١٣٩٦ / سلواغه - ١ / ٢٠١٨ کال / جنوری - ٢١

په خصوصي پوهنتونو کې خیالي زده‌کړیالان چارواکي، وکیلان او د هغوی زامن دي




 ١٨ مرغومی ١٣٩٦

 

د لوړو زده‌کړو وزارت د لوړو زده‌کړو خصوصي بنسټونو رییس محمدامیر کامه‌وال

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د لوړو زده‌کړو وزیر او د دې وزارت نور چارواکي د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسو ستونزو په اړه د ځواب ویلو په موخه وربللي وو.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي هم د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسو کې ستونزې نه ردوي او وایي، له کمي پلوه د لوړو زده‌کړو خوصي موسسې د ودې په حال کې دي؛ خو کیفیت یې ټیټ دی.

د دې وزارت د لوړو زده‌کړو خصوصي بنسټونو رییس محمدامیر کامه‌وال وایي، د دې موسسو ستره ستونزه خیالي زده‌کړیالان دي چې تر ډېره لوړپوړي چارواکي، د ولسي جرګې غړي او د هغوی اولادونه دي. ده په ټینګار سره وویل چې خیالي زده‌کړیالان د غریب سړي زامن نه‌دي.

دوو وکیلانو لالي حمیدزي او وږمې ساپۍ پر لوړو زده‌کړو وزارت د بې‌غوري تور پورې کړ او ویې ویل چې ډېر لوړپوړي حکومتي چارواکي له زده‌کړو پرته د خصوصي لوړو زده‌کړو د لیسانس او ماسټري سندونه ترلاسه کوي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

د ولسي جرګې غړې وږمه ساپۍ خیالي زده‌کړیالانو ته د لېسانس او ماسټرۍ سند ورکړه یوه ستره ستونزه بولي او له لوړو زده‌کړو وزارت په جدي ډول د دې موضوع د مخنیوي په اړه غوښتنه کوي.

له‌دې ټولو سره ـ سره د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکیو وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې د لوړو زده‌کړو په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د سمون پروګرامونه د عملي‌کېدو په حال کې دي او ډېر ژر به د دغو بنسټونو ستونزې حل شي.