يک‌شنبه / ١٣٩٦ / سلواغه - ١ / ٢٠١٨ کال / جنوری - ٢١

افغانستان د کرکټ نړيوال جام پاکستان ته په ماتې ورکولو پیل کړ




 ٢٣ مرغومی ١٣٩٦

 

په کرکټ کې د پاکستان خلاف د افغان لوبډلې برياوو دوام پیدا کړ چې نن يې ياده لوبډله د ۱۹ کلنو نړيوال جام لومړۍ لوبه کې د ۵ لوبغاړیو په‌واسطه له سترې ماتې سره مخ کړه.

په سيالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ لوبه وکړه او په ۴۸م اور کې د روهيل نذير ۸۱ منډو سره ـ سره په ۱۸۸ منډو وسوځېدله.

افغان لوبډلې هم ټاکل شوى هدف د لوبې په ۴۸م اور کې د د دروېش رسولي د ۷۳ ناسوځېدلو منډو په‌واسطه د 5 لوبغاړیو په سوځېدو ترلاسه کړ او نورو لوبډلو ته يې د خطر زنګ ووهلو.

د افغانستان له‌پاره دروېش رسولي ښه وځلېد، تر پايه ودرېد او هدف يې په شپږيزه ترلاسه کړ.

په لوبه کې د افغانستان له‌پاره قيس‌احمد او نوين‌الحق ۳ ـ ۳ پاکستاني لوبغاړي وسوځول او هم اکرام علي‌خېل د ښې وېکټ‌ساتنې ترڅنګ ۴۶ منډې جوړې کړې؛ خو دروېش رسولي په ۷۶ منډو د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.

 

د يادونى وړ ده چې دا په تېرو ۲ مياشتو کې له پاکستانۍ ۱۹کلنې لوبډلې د افغان ۱۹ کلنې هغې د ګټې درېیم ځل دی.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر په ټويټر پيغام کې د پاکستانۍ لوبډلې خلاف بري مبارکي لیکلې او ټول افغان ولس ته يې مبارکي ويلې ده.

ټاکل شوې‌ده چې د ۱۶ لوبډلو په‌دې نړیوال جام کې افغان لوبډله په‌خپل ډي ګروپ کې راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ سهار ۲ بجې له سريلانکا سره کوي.