شنبه / ١٣٩٦ / مرغومی - ٣٠ / ٢٠١٨ کال / جنوری - ٢٠

سادات قوم: د «سادات» کلمې له لیکلو پرته پېژندپاڼه نه‌اخلو




 ٢٣ مرغومی ١٣٩٦

 

د سادات، بیات، قرلوق او خلیلي قومونو مشران وايي چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د «سادات» کلمې له لیکلو پرته پېژندپاڼې نه‌اخلي او حکومت باید د نورو قومونو په شان د دوی هویت هم په رسمیت وپېژني.

د سادات قوم له مشرانو سیداسحاق ګیلاني نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د مېشتو ټولو قومونو نومونه باید په پېژندپاڼو کې ولیکل شي.

 

د غونډې نورو ګډونوالو هم په پېژندپاڼو کې د قوم  کلمې پر لیکلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، که په برېښنايي پېژندپاڼه کې یې د قوم نوم ونه لیکل شي؛ نه یوازې هغه نه‌اخلي بلکې دا ملي بهیر به تر پوښتنې لاندې راشي؛ نو ښه ده چې د دوی د قوم نوم هم په‌کې ولیکل شي.

له‌دې مخکې هم ځېنو قومونو په برېښنايي پېژندپاڼو کې د قومونو د لیکلو غوښتنه کړې‌وه. اوس هم په ولسي جرګه کې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې د لیکلو او نه لیکلو پر سر بحثونه روان دي.