چهارشنبه / ١٣٩٦ / کب - ٢ / ٢٠١٨ کال / فبروری - ٢١

د پاکستاني ملایانو فتوا؛ د انګرېز د ۱۰ - ۱۵ روپۍ فتوا دوام




 ٢٩ مرغومی ١٣٩٦

ګلزار لیکوال  

د نړیوالو خبري رسنیو د ریپوټونو له‌مخې د پاکستان شاوخوا ۲۰۰۰ ملایانو د ځانمرګو بریدونو حرام ګڼلو فتوا ورکړې ده. د دې فتوا په اړه هم ډېرې خبرې شوي ځینو ویلي چې دا فتوا یوازې د پاکستان له‌پاره صادره شوې، ځینو نورو بیا ویلي چې دا فتوا د امریکا هغو فشارونو په پایله کې د «پوځ» او «ای اس ای» په لارښوونه صادره شوې چې بیا امریکایان یوه موده وغولوي او وروښیي چې دوی (پاکستانیانو) ځانمرګي بریدونه حرام ګڼلي او له دې وروسته به د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې کوټلي ګامونه واخلي. ځینې نور بیا باوري دي چې «ای اس ای» غواړي په دې توګه له یوې خوا امریکا او نړیوالې ټولنې ته وښیي چې پاکستان د ځانمرګو بریدونو مخالف دی او له بلې خوا ځانمرګي بریدګر پر افغانستان راخوشې کړي او ورته ووایي چې د پاکستاني ملایانو فتوا پربنسټ په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام بلل شوي نه په افغانستان کې. خو دا لوبه (فتوا) ماته ټیک هغه د خدای بښلي خان عبدالولي خان د «رښتیا؛ رښتیا دي» کتاب کې راغلې خبرې رایادوي.  خدای بښلی ولي خان چې له خپل پلار خان عبدالغفارخان (باچا خان) سره اوږه په اوږه د هند براعظم‌ګي خپلواکي له‌پاره مبارزه کړې د هغې زمانې یانې شلمې پېړۍ ۳۰ مو او ۴۰ کلونو پېښې یې له نږدې لیدلي او پرې شاهد و، سره له دې چې هغه وخت لا ځوان و خو په ځینو پېښو کې یې په یو نه یو ډول ګډون هم کړی و. دی په یاد کتاب کې د هغې زمانې خپل یادونه لیکي او د ځینو ډېرو کسانو څرمن له اوبو راوباسي چې د پاکستان له جوړېدو وروسته یې ځانونه د اسلام ټېکه‌داران ښودل خو په حقیقت کې یې د اسلام نه بلکې د انګرېز او د خدای بښلي ولي خان په وینا نه یوازې خپله د پېرنګي خدمت کړی بلکې د اسلام له سپېڅلي دینه یې هم د پېرنګي د چوپړ او د خپل مسلمان ولس خلاف کار اخیستی دی.

ولي خان لیکي د هند براعظم‌ګي کې د پېرنګي ځیرک او چالاک لوړ پوړي چارواکي سرجارج (جورج) کننګم د پېرنګي د موخو له‌پاره یوشمېر خانان او ملیان (ملایان) په ډېره هوښیاري اوچلول د بېخي لږ تنخوا په بدل کې وګومارل.   دی وړاندې لیکلي چې د انګرېز ځینو ګومارلیو ملیانو ته د میاشتې ۱۰ – ۱۵ روپۍ ورکولې او په بدل کې یې ملیانو د پېرنګي په خوښه فتواوې ورکولې، که به پېرنګي وویل چې شدې تورې دي ملیانو به ویل تورې دي که به پېرنګي وویل چې روس کافر دی ملیانو به وویل چې دی او که به یې وویل چې ایټلي (ایټالیا) کافر دی دوی به ویل: دی او که یې وویل چې جرمني کافر دی ملیانو به ویل: کافر دی. ولي خان زیاتوي د ملیانو له کفر او اسلام سره کار نه بلکې د پېرنګي له‌خوا دوی ته یوازې د میاشتې لس - پنځلس روپو سره  کار وو.  ولي خان لیکي کله چې یو څه موده تېره شوه سر جارج کننګم وغوښتل مالومه کړي چې ملیان خپل دنده په سمه توګه ترسره کوي که هسې د میاشتې ۱۰ – ۱۵ روپۍ وړیا اخلي نو ځکه خویې ملیانو پسې جوماتونو ته جاسوسان ورولېږل چې وګوري ملیان څه وایي؟ خو له ریپوټونو جوته شوه چې ګومارل شوي ملیان په ډېره ایماندارۍ د پېرنګي فتواوې پلې کوي او د پېرنګي کړنو ته له خپله انده شرعي بڼه ورکوي نو کله چې پېرنګی ډاډمن شو نو له همدغو ملیانو یې د باچا خان په مشري د خدایي خدمتګارو پر ضد د فتوا له‌پاره هم کار واخیست دا ځکه چې باچا خان د پېرنګي خلاف و او د اسلام خدمت یې کاوه، دینې مدرسې یې جوړولې خو ملیانو ته د پېرنګي ګتې مهمې وې.  خدای بښلی ولي خان لیکي: « ... خو د ملا نه په دین کار، نه په مسلماني، نه په قران او نه رسول اکرم (ص) په مصلی (مصلا). دغه دین خرڅي خو د لسو او پنځلس روپو د میاشتې په پېرنګي خرڅ وو، هغوی له فتوا پېرنګي ورکوله د هغوی قاضي او مفتي پېرنګی و... دغو ملیانو خو د اسلام توره را اخیستې وه او د پېرنګي سترګو ته یې کتل، د هغه د حکم تابع وو. که پېرنګي وې (ویل) چې روس کافر دی، ملاصاحب وې: دی. که پېرنګي وې چې نه اوس روس ښه شوی دی جرمن کافر دی. جرمن کافر دی. اګرچه هغه هم د پېرنګي په کتاب ایمان راوړی و او اهل کتاب کې دا خل و؛ نو ملاصاحب ته د پېرنګي فتوا منظوره وه... ولې زموږ د ملا خو نه اهل کتاب سره تعلق و او نه یې په هغوی څه کار، هغه خو د پېرنګي فتوا ته ناست و...» ( *  )    

له هغه ځایه چې پاکستاني چارواکي په تېره اصلي واکداران ( پوځ) اوس هم په یو ډول ځان د بریتانیا استعمار میراث خور ګڼي له ملایانو ټیک هماغه د بریتانیا د استعمار په شان د خپلو موخو پلي کولو له‌پاره کار اخلي، نو اوس که پوځ ملایانو ته ووايي چې ځانمرګي بریدونه روا دي: دوی راټول او وایي ځانمرګي بریدونه استشهادي بریدونه دي او روا دي خو که پر پاکستان له ترهګرۍ د ملاتړ په اړه فشارونه زیات شي نو دوی (ملایان) وایي چې ځانمرګي بریدونه په اسلام کې حرام دي ټیک هماغه د پېرنګي خبره ده خو دلته یوازې ځای بدل شوی د شین سترګي پېرنګي سرجان کننګم پرځای په ښکاره وطني خو د پېرنګي روزل شوی جنرال ناست دی او هماغه ډول د تنخوا په بدل کې فتواوې پرې مني. په دې کې د افغانانو له‌پاره خورا ستر او مهم لوست پروت دی چې باید ټول یې زده کړي او هغه دا چې څرنګه د نورو ملایان، پوځیان، سیاستوال او نور د خپلو ګټو او خپل وطن دفاع له‌پاره یوه خوله او په یو اواز غږ پورته کوي. بله دا چې زموږ ملا او عامي کله هم په دا ډول او د دغو کسانو په فتواوو د خپل ورور وینه تویه نه کړي، خپل وطن وران نه کړي، خپلې ریښې په لوی او خپل لاس غوڅې نه کړي او وګوري چې خلک په خپل وطن کې څه غواړي او څه کوي؟ خو زموږ له‌پاره څه غواړي او څه راباندې کوي؟ دغه راز، زموږ چارواکیو ته هم بویه چې له همغو وسلو کار واخلي چې نور یې زموږ پرضد کاروي.   

 ( *  )عبدالولي خان- رښتیا، رښتیا دي ۱۵۷ مخ