چهارشنبه / ١٣٩٦ / کب - ٢ / ٢٠١٨ کال / فبروری - ٢١

کابل کې ښځو ته ځانګړی نړیوال پوهنتون جوړېږي




 ١٨ سلواغه ١٣٩٦

 

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاندې عارفې پیکار نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د ښځو له‌پاره د ځانګړي نړیوال پوهنتون جوړولو هوکړه به ډېر ژر د افغانستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شي.

د یادې هوکړې پر بنسټ دغه پوهنتون د کابل ښار په مرنجان غونډې کې په نړیوال معیار د مولانا جلال‌الدین محمدبلخي ښځینه پوهنتون په نوم جوړېږي.

د اغلې پیکار په وینا، دغه پوهنتون په ۹۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې په لومړیو کې به یوازې د طب، ساینس او طبیعي علومو پوهنځي ولري.

اغلې پیکار چې په‌دې غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت کارکړنو او پروګرامونو په اړه خبرې کولی، وویل چې تر راتلونکیو درېیوو میاشتو پورې به په کابل پوهنتون کې د ۱۰ میلیونو جلدو کتابونو او مجلو په ظرفیت د برېښنايي کتابتون کارهم پیل شي.

دغه راز، د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان د ۱۳۹۶ کال کانکور ازموینې په اړه وايي چې دا ازموینه به د روان کال د کب پر لومړۍ اوونۍ پیل او د ورځې کانکور ازموینې ختمېدو وروسته به  په ټولو ولایتونو کې د شپې پوهنتون ازموینې هم واخیستل شي.