چهارشنبه / ١٣٩٦ / کب - ٢ / ٢٠١٨ کال / فبروری - ٢١

افغانستان د بنګله‌دېش د مېلمستیا له‌پاره د لوبغالي په لټه کې دی




 ٢٠ سلواغه ١٣٩٦

 

ټاکل شوې، افغان کرکټ ملي لوبډله په جون میاشت کې د بنګله‌دېشۍ کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي؛ خو تراوسه د دې سیالیو کوربه هېواد په ډاګه نه‌دی.

د بنګله‌دېش (ډهاکه ټریبیون) وېبپاڼې د راپور له‌مخې، د افغان کرکټ بورډ لومړنی پلان دا و چې دا سیالۍ د عربي اماراتو په کوربتوب ترسره کړي؛ خو داسې ونه‌شول.

د راپور پر اساس، افغان کرکټ بورډ ونه‌کړای شو، د بنګله‌دېشۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ۵۰ اوریزو لوبو سیریز له‌پاره چې په جون میاشت کې پلان شوی؛ په عربي اماراتو کې کوم لوبغالي پیدا کړي.

راپور زیاتوي، دا چې افغانستان د عربي اماراتو پرته په هندوستان کې هم کورني کرکټ لوبغالي لري؛ نو تمه ده چې افغانستان په هندوستان کې د بنګله‌دېشۍ کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.

د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په جون میاشت کې ۳ پنځوس اوریزې او ۲ نړیوالې شل اوریزې لوبې وشي.

ویل کېږي، که هر څه د پلان له‌مخې سم لاړ شي؛ نو د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به سیالۍ د جون په لومړۍ نېټه پیل شي؛ خو تر اوسه په‌دې اړه دواړو کرکټ بورډونو وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

د بنګله‌دېش کرکټ بورډ یوه چارواکي اکرم خان (ډهاکه ټریبیون) سره په مرکه کی ویلي دي چې اوسمهال په‌دې اړه د دواړو کرکټ بورډنو ترمنځ خبرې روانې دي.

افغان کرکټ بورډ تر دامهاله په رسمي ډول په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې ده چې په هېواد کې د امنیتي ستونزو له کبله افغان کرکټ ملي لوبډله د خپل کوربتوب ټولې سیالۍ په عربي اماراتو او هندوستان کې کوي.

د همدې جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه به افغان کرکټ ملي لوبډله خپله لومړنۍ تاریخي ټېسټ سیالۍ د هندوستان په بنګلور کې له کوربه کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي.

افغانستان او بنګله‌دېش تراوسه یوازې یو ځل په دوه‌اړخیز کرکټ سیریز کي لوبېدلي دي چې د درېیوو پنځوس اوریزو لوبو د اتلولۍ جام په ۲۰۱۶ کال کې بنګله‌دېشۍ کوربه لوبډلې ۲ د یو بري پر وړاندې ګټلی و.

له بنګله‌دېش سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سیالیو خبر په‌داسې حال کې راځي چې نن د افغانستان او زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پیل شوه او افغان کرکټ مینه‌وال له خپلو چارواکیو غواړي چې د کرکټ له نورو سترو هېوادونو سره سیالۍ هم برابرې کړي.