چهارشنبه / ١٣٩٦ / کب - ٢ / ٢٠١٨ کال / فبروری - ٢١

فساد د هرات ګمرک سکنرونه فلج کړي




 ٢٣ سلواغه ١٣٩٦

 

د هرات د ګمرک ریاست او د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د پراخ فساد له امله د اسلام‌کلا ګمرک سکنرونه له کاره لوېدلي او مافیايي کړۍ هڅه کوي دغه سکنر ماشینونه همداسې فلج پاتې شي.

د اسلام‌کلا ګمرک سکنر ماشین څو کاله مخکې د سوداګریزو توکیو ارزونې په موخه فعاله شو؛ خو په لنډ وخت کې دغه ماشین بېرته له کاره‌ ولوېدلو.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال عبدالودود فیض‌زاده سلام‌وطندار ته وویل له څو کلونو راهیسې د اسلام‌کلا ګمرک سکنر ماشین غیرفعاله دی او مالیې وزارت یې د فعالولو له‌پاره هېڅ کار نه دی کړی.

د ښاغلي فیض‌زاده په وینا، د دغه ماشین غیرفعالېدو د هرات اسلام‌کلا ګمرک کې د پراخ فساد له‌پاره زمینه برابره کړې ده.

د هرات ګمرک مشر محمدانور رحماني د اسلام‌کلا سکنر غیرفعالېدل مني او وايي، له مالیې وزارت ته یې څوځلې د بیا فعالېدو غوښتنه کړې؛ هېڅ اقدام یې نه دی کړی.

رحماني وايي، ځینې کړۍ هڅه کوي د اسلام‌کلا سکنر دغه ډول فلج پاتې شي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو مشراحمد رشاد پوپل وايي، د هېواد یوشمېر ولایتونو کې د ۲۸ سکنرونو جوړولو پروژه تایید شوې او د جوړولو قرارداد یې هم یوه بهرني شرکت ته ورکړل شوی دی.

د مالیې وزارت د ګمرکونو مشر په وینا، تېر یوکال کې د سکنرونو جوړولو قرارداد یې څلور ځلې اعلان ته وړاندې کړی، خو د ناامنۍ له کبله هېڅ کوم بهرنی شرکت د دغو ماشینونو جوړولو او قرارداد ترلاسه کولو ته حاضر نه شو.