دوشنبه / ١٣٩٧ / غوایی - ٣ / ٢٠١٨ کال / اپریل - ٢٣
سرلیک
  • د بلخ چهار بولدک ولسوالۍ امنیې قوماندان ووژل شو
  • د دشت‌برچي د پېژندپاڼو وېش پر مرکز ځانمرګي برید ۴۸ تنه وژلي
  • داعشیان ښوونځی ورانوي چې سنګر جوړ کړي
  • بامیانو ته د برېښنا رسولو بدیله طرحه عملي کېږي
  • عامې روغتیا: په دشت برچي کې د پېژندپاڼو وېش پر مرکز برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۵۷ ټپيان دي
  • د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د پېژندپاڼو وېش په یو مرکز کې چاودنه شوې
  • د ټاکنو کمېسیون به تر څو ساعتونو د ټاکنو زماني جدول اعلان کړي
اوزبیک فارسی English
سلام وطندار سلام وطندار

سلام وطندار

  • کور
  • سیاست
  • امنیت
  • نړۍ
  • ټولنه
  • اقتصاد
  • کلتور
  • ‍‍پوهنه
  • لوبې
  • ځانګړې پاڼه
  • پروگرامونه
  • انځورونه
ټولنه

د هلمند او نيمروز ترمنځ د اوبو د همکاريو هوکړه وشوه

  27 ورۍ 1397
شریکول

د افغانستان د ابو او برېښنا وزیر علي‌احمد عثماني هلمند ته د نیمروز ولایت د اوبو د ستونزې د حل په موخه تللی دی.

د هلمند د والي حیات‌الله حیات د همدې ستونزې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د اوبو او برېښنا وزیر په‌دې پار دې ولایت ته ورغلی چې د ولایتي ادارې، ولایتي شورا، سپین‌ږیرو او مدني بنسټونو سره یوځای د دواړو ولایتونو د اوبو ستونزې ته حل‌لاره پيدا کړي.

د اوبو او برېښنا وزير علي‌احمد عثماني د خپلو خبرو پر مهال وويل، وادې هلمند د اوبو يوه تاريخي او بډايه سيمه ده چې د تاريخ په اوږدو کې يې مديريت هم له همدې ځایه شوی‌دی.

هغه زياته کړه، د اوبو د ستونزې په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ او یاد وزارت د نيمروزيانو پرله‌پسې ستونزې او شکايتونه شوي‌دي چې پر اساس يې د ولسمشر غني په لارښوونه هلمند ولايت ته د نيمروز ولايت د مسوولانو په ګډون ورغلي دي.

د نيمروز والي انجينرمحمدسميع، د ولايتي شورا رييس او د ولسي جرګې غړي د اوبو د ستونزې په اړه وویل، د نيمروز ولسونه د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او غوښتنه کوي چې دغه ستونزه يې هواره شي.

د نميروز والي وويل، که څه هم د تېرې موافقې پر اساس اوس اوبه د ياد ولايت تر چهاربرجک ولسوالۍ رسېدلي دي؛ خو هيله يې څرګنده کړه، چې د اوبو د جريان فشار دې نور هم زيات شي چې تر مرکز زرنج ښاره پورې ورسېږي.

د نيمروز والي او د ولس استازو هغه ګنګوسې او اندېښنې په کلکه رد کړېې چې ګويا دغه اوبه ايران ته ورکول کېږي. دوی زیاته کړه، د اوبو د مهارولو له‌‌پاره يې يو اساسي بند جوړ کړی‌دی چې له‌مخې يې اوبه خوندي پاتې کېږي.

د دواړو ولايتونو د چارواکیو او ولسي مشرانو ترمنځ تر اوږدو خبرو اترو وروسته هوکړه وشوه چې نيمروز ولايت ته به پر ۲۰ سلنه حق ابې سربېره، ۲۰ فيصده زياتې اوبه تر هغه مهاله ور خوشې کوي چې تر زرنج ښاره پورې ورسېږي او وروسته تر رسېدو به بېرته د حق آبې(۲۰٪) مطابق په عادي توګه ورکول کېږي.

همدارنګه هوکړه وشوه چې د دواړو ولايتونو له دولتي او ولسي استازیو څخه به يوه ګډه کمېټه جوړېږي چې د دواړو ولايتونو د اوبو جريان وڅاري او عدالت تامين کړي.

شریکول
Email Facebook Twitter Google Pluse

نور له ټولنه

  • 2 غوایی1397

    د ښځو ظاهري بڼې ستاینه؛ درې میاشتې بند

  • 2 غوایی1397

    د ننګرهار روغتیاپالانو حکومت ته د امنیت په پار ضرب‌الاجل وټاکلو

  • 31 ورۍ1397

    د فاریاب ښارجوړونې رییس د ګڼې ګوڼې او هوا ککړتیا کمېدو له‌پاره دفتر ته پر بایسکل تګ کوي

  • 30 ورۍ1397

    کابل ښار کې د جرمونو کچه ۵۰ سلنه کمه شوې

ډېر کتل شوي

  • 31 ورۍ1397

    د کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ جوپه هند ته ولاړه

  • 29 ورۍ1397

    «مېړه مې له ملګرو سره څملاستلو ته مجبورولم»

  • 25 ورۍ1397

    افغانستان په فوټبال کې له ۶ هېوادونو مخکې شو

  • 20 ورۍ1397

    ظاهرخان «ای. پي. اېل» کې له لوبېدلو پرته هېواد ته راستنېږي

کټه گوري

  • سیاست 1369
  • امنیت 2943
    • نړۍ 379
    • ټولنه 1366
    • اقتصاد 541
  • کلتور 245
  • پوهنه 163
    • لوبې 1038
  • شننې‌‌
  • څیړنې
  • خصوصي حریم نه لرو

    9 ورۍ 1397
  • د پاکستاني ملایانو فتوا؛ د انګرېز د ۱۰ - ۱۵ روپۍ فتوا دوام

    29 مرغومی 1396
  • بدی له بدو نه اوړي ...

    13 مرغومی 1396
  • د افغان هوايي ځواک ۷ نوې الوتکې

    11 مرغومی 1396
  • په افغانستان کې د داعش تر واک لاندې سیمې، امکانات او شمېر یې

    30 ورۍ 1397
  • د بې‌وزلۍ ځور او جنسي تېري؛ د ملکې پر برخلیک څه وکړل؟

    27 ورۍ 1397
  • حزب اسلامي ته په پټ ډول ځمکې ورکول کېږي

    22 ورۍ 1397
  • امنیت شورا ۱۷۲ میلیونه افغانۍ څه کړې؟

    16 ورۍ 1397

نوي‌

  • د ښځو ظاهري بڼې ستاینه؛ درې میاشتې بند

    2 غوایی 1397
په ټولنیزو رسنیو کې راسره شئ
د افغانستان رسنیو د نوم‌لړ له‌پاره دغه ځای کېکا‌ږئ
ټول حقونه خوندي دي © 2018
  • English
  • فارسی
  • اوزبیک
إغلاق